دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 285536
په پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله انټرنیټ بند شوی دی
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د نامناسبو امنیتي شرایطو له امله د ټیلیفون او انټرنېټ خدمات قطع شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې یې د موقتې مودې لپاره د ټیلیفون او انټرنیټ خدمتونه ځنډولی دی.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د ګډوډ امنیتي وضعیت له امله شوې ده.
 
د پاکستان عمومي ټاکنې نن (پنجشنبه) پیل شوې او د مازدیګر تر پنځو بجو به دوام وکړي.
 
په داسې حال کې چې په پاکستان کې ټاکنې روانې وې، د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې څو چاودنې وشوې.
https://avapress.com/vdcexn8wpjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته