کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ۵۷ سلنه څوکیو د برخلیک د ټاکلو پر بنسټ د عمران خان ګوند مخکې دی

20 دلو 1402 ساعت 15:30

په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د رایو شمېرنې وروستۍ رسمي پایلې د ملي اسمبلۍ د ۱۴۷ څوکیو ټاکلې دي، چې له مخې یې د عمران خان له تحریک انصاف ګوند سره تړلي خپلواک نوماندان د نواز شریف له ګوند ۲۱ څوکۍ مخکې دي.


آوا: د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د دغه هیواد د انتخاباتو د نتایجو د وروستیو جزئیاتو په خپرولو سره، د دغه هیواد د ملی اسمبلۍ له ۲۵۶ څوکیو څخه د ۱۴۷ څوکیو برخلیک ټاکلی دی. چې د عمران خان په ګوند پورې تړلو نوماندانو اوس ۶۶ څوکۍ، مسلم ليګ نواز ۴۵ څوکۍ او پيپلز ګوند ۳۲ څوکۍ ګټلې دي.
داسې راپورونه هم شته چې د عمران خان په ګوند پورې تړلو ټاکنیزو کاندیدانو د پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ کې اکثریت څوکۍ ګټلي دي.
د سندهـ او بلوچستان ایالتونو اسمبلۍ کې هم پیپلز ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.
تر دې مخکې د عمران خان اړوند د انصاف غورځنګ ګوند او د شاه نواز مسلم لیګ ګوند دواړو په ټاکنو کې د بریا اعلان کړی و.


د مطلب کود: 285572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285572/د-پاکستان-ملي-اسمبلۍ-۵۷-سلنه-څوکیو-برخلیک-ټاکلو-پر-بنسټ-عمران-خان-ګوند-مخکې-دی

آوا
  https://www.avapress.com