دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 285572
د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ۵۷ سلنه څوکیو د برخلیک د ټاکلو پر بنسټ د عمران خان ګوند مخکې دی
په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د رایو شمېرنې وروستۍ رسمي پایلې د ملي اسمبلۍ د ۱۴۷ څوکیو ټاکلې دي، چې له مخې یې د عمران خان له تحریک انصاف ګوند سره تړلي خپلواک نوماندان د نواز شریف له ګوند ۲۱ څوکۍ مخکې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د دغه هیواد د انتخاباتو د نتایجو د وروستیو جزئیاتو په خپرولو سره، د دغه هیواد د ملی اسمبلۍ له ۲۵۶ څوکیو څخه د ۱۴۷ څوکیو برخلیک ټاکلی دی. چې د عمران خان په ګوند پورې تړلو نوماندانو اوس ۶۶ څوکۍ، مسلم ليګ نواز ۴۵ څوکۍ او پيپلز ګوند ۳۲ څوکۍ ګټلې دي.
داسې راپورونه هم شته چې د عمران خان په ګوند پورې تړلو ټاکنیزو کاندیدانو د پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ کې اکثریت څوکۍ ګټلي دي.
د سندهـ او بلوچستان ایالتونو اسمبلۍ کې هم پیپلز ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.
تر دې مخکې د عمران خان اړوند د انصاف غورځنګ ګوند او د شاه نواز مسلم لیګ ګوند دواړو په ټاکنو کې د بریا اعلان کړی و.
https://avapress.com/vdcefn8wwjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته