کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د سړي تښتونکو له منګولو یو تن وژغورل شو

21 دلو 1402 ساعت 14:24

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د پلازمېنې د ۱۶مې حوزې پولیسو د سړي تښتوونکو له منګولو یو تن ژغورلی دی.


آوا - کابل: د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (شنبه، د دلوی ۲۱مه) په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د ۱۶مې ناحیې اړوند د ضیاالحق په نوم یو تن د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی. 
 
د هغه په ​​وينا، ضياء الحق د کابل ښار له ١٦مې ناحيې څخه تښتول شوى و او سيمه ييزو پوليسو ته له خبر ورکولو وروسته يې د تښتوونکو له منګولو څخه کشف او ژغورلى دى.
 
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې پوليسو د دې قضيې په تړاو دوه تنه نيولي او تر پلټنو لاندې دي.


د مطلب کود: 285606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285606/په-کابل-کې-د-سړي-تښتونکو-له-منګولو-یو-تن-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com