دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 285606
په کابل کې د سړي تښتونکو له منګولو یو تن وژغورل شو
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د پلازمېنې د ۱۶مې حوزې پولیسو د سړي تښتوونکو له منګولو یو تن ژغورلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (شنبه، د دلوی ۲۱مه) په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د ۱۶مې ناحیې اړوند د ضیاالحق په نوم یو تن د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی. 
 
د هغه په ​​وينا، ضياء الحق د کابل ښار له ١٦مې ناحيې څخه تښتول شوى و او سيمه ييزو پوليسو ته له خبر ورکولو وروسته يې د تښتوونکو له منګولو څخه کشف او ژغورلى دى.
 
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې پوليسو د دې قضيې په تړاو دوه تنه نيولي او تر پلټنو لاندې دي.
https://avapress.com/vdccxpqie2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته