کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې له ولسمشر سره وکتل

23 دلو 1402 ساعت 9:55

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د خپل سفر په لړ کښې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره کتنه او خبرې اترې وکړې.


آوا: د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنیو د خبر له مخې، حسین امیرعبداللهیان چې د یکشنبې په ورځ د دلوي په ۲۲ مه دمشق ته ورسید، د سوریې له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې په موخه، د سوریې له ولسمشر سره خبرې وکړې. بشارالاسد د وروستیو دوه اړخیزو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په اړه ورسره وکتل.

د دغه رپوټ له مخې د ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو هم یو بل سره کتلی دی.

د سوریې له ولسمشر سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

ټاکل شوې چې د ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیران له سلا مشورو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړي.


د مطلب کود: 285703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285703/د-ایران-بهرنیو-چارو-وزیر-سوریې-له-ولسمشر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com