دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 285703
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې له ولسمشر سره وکتل
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د خپل سفر په لړ کښې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د رسنیو د خبر له مخې، حسین امیرعبداللهیان چې د یکشنبې په ورځ د دلوي په ۲۲ مه دمشق ته ورسید، د سوریې له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې په موخه، د سوریې له ولسمشر سره خبرې وکړې. بشارالاسد د وروستیو دوه اړخیزو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په اړه ورسره وکتل.

د دغه رپوټ له مخې د ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو هم یو بل سره کتلی دی.

د سوریې له ولسمشر سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

ټاکل شوې چې د ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیران له سلا مشورو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcawmnue49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته