کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پرتګال له افغانستان سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه

23 دلو 1402 ساعت 15:21

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، پرتګال له افغانستان سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن دوشنبه د دلوې ۲۳ مه له پرتګال څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه.

دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې پرتګال دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته کړې ده.

تر دې مخکې اوچا اعلان کړی و، چې سږ کال د ډېرو افغانانو لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا ده، خو د ملګرو ملتونو همکارانو له دغه هېواد سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، یوازې د پلازمېنې کابل په ګډون په مرکزي ولایتونو کې پنځه میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 285739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285739/پرتګال-له-افغانستان-سره-۲۰۰-زره-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com