دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 285739
پرتګال له افغانستان سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، پرتګال له افغانستان سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن دوشنبه د دلوې ۲۳ مه له پرتګال څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه.

دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې پرتګال دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته کړې ده.

تر دې مخکې اوچا اعلان کړی و، چې سږ کال د ډېرو افغانانو لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا ده، خو د ملګرو ملتونو همکارانو له دغه هېواد سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، یوازې د پلازمېنې کابل په ګډون په مرکزي ولایتونو کې پنځه میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcjtie8huqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته