کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د لوبې لپاره سریلانکا ته ځي

5 حوت 1402 ساعت 14:24

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ابدالیانو کرکټ الف لوبډله به د روان کال په اپریل میاشت کې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د لوبې لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.


آوا: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دوه لوبډلې به پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د الف ابدالیان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د سیالیو لړۍ به د اپرېل په ۲۸مه پیل او د مې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکا سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړې وه، چې یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې یې ترسره کړې وې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې ښه ونه ځلېده.


د مطلب کود: 286393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286393/د-افغانستان-کرکټ-الف-لوبډله-لوبې-لپاره-سریلانکا-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com