دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 286393
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د لوبې لپاره سریلانکا ته ځي
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ابدالیانو کرکټ الف لوبډله به د روان کال په اپریل میاشت کې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د لوبې لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دوه لوبډلې به پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د الف ابدالیان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د سیالیو لړۍ به د اپرېل په ۲۸مه پیل او د مې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکا سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړې وه، چې یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې یې ترسره کړې وې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې ښه ونه ځلېده.
https://avapress.com/vdcgy39xwak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته