کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له کراچۍ ښاره ۴۰ تنه افغان بندیان خوشې شول

14 حوت 1402 ساعت 12:53

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ د دغه ښار له زندانونو د یوې ښځې په ګډون د ۴۰ افغان بندیانو د خوشي کولو اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د داعش قونسلګرۍ په ایکس چینل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې دغه کسان تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوی دی.
 
په کراچۍ کې د اسلامي امارت قونسلګري وايي، په څه باندې یوه کال کې د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۳۲۶۱ افغان بندیان خوشي شوي او هېواد ته لېږدول شوي دي.
 
دې قونسلګرۍ د دغو کسانو د حبس او جرمونو لامل او موده نه ده څرګنده کړې. دا نه ده څرګنده چې دغه کسان ولې نیول شوي او ولې بندیان شوي دي.


د مطلب کود: 286881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286881/د-پاکستان-له-کراچۍ-ښاره-۴۰-تنه-افغان-بندیان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com