دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 286881
د پاکستان له کراچۍ ښاره ۴۰ تنه افغان بندیان خوشې شول
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ د دغه ښار له زندانونو د یوې ښځې په ګډون د ۴۰ افغان بندیانو د خوشي کولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د داعش قونسلګرۍ په ایکس چینل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې دغه کسان تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوی دی.
 
په کراچۍ کې د اسلامي امارت قونسلګري وايي، په څه باندې یوه کال کې د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۳۲۶۱ افغان بندیان خوشي شوي او هېواد ته لېږدول شوي دي.
 
دې قونسلګرۍ د دغو کسانو د حبس او جرمونو لامل او موده نه ده څرګنده کړې. دا نه ده څرګنده چې دغه کسان ولې نیول شوي او ولې بندیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcivqarzt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته