کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې له یوه موټر څخه لس کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

15 حوت 1402 ساعت 15:44

رسنیو د پلازمېنې د امنیتي چارواکو له خولې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې یو تن له لس کیلوګرامه نشه يي توکو سره نیولی دی.


آوا: دکابل باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دپنځمې ناحيې دپوليسو منسوبينو هغه سړى چې په مهارت سره يې لس کيلوګرامه شيشه يي په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي و ونيول .
 
په همدې حال کې ويل شوي دي چې د سمنګانو ولايت له مرکز ايبک ښار څخه شپږ تنه نور د نشه يي توکو د غلا او پلور په تور نيول شوي دي.
 
ويل شوي دي چې له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي او غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي .
 
باید ووایو چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو کښت کم شوی دی.


د مطلب کود: 286964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286964/د-کابل-ښار-په-پنځمه-امنیتي-حوزه-کې-له-یوه-موټر-څخه-لس-کیلو-ګرامه-نشه-يي-توکي-کشف-او-ترلاسه-شول

آوا
  https://www.avapress.com