افغان غږ خبری آژانس: دکابل باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دپنځمې ناحيې دپوليسو منسوبينو هغه سړى چې په مهارت سره يې لس کيلوګرامه شيشه يي په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي و ونيول .
په همدې حال کې ويل شوي دي چې د سمنګانو ولايت له مرکز ايبک ښار څخه شپږ تنه نور د نشه يي توکو د غلا او پلور په تور نيول شوي دي.
ويل شوي دي چې له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي او غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي .
باید ووایو چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو کښت کم شوی دی.