کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاروالۍ: د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې دوه میلیونه نیالګي کېنول کېږي

16 حوت 1402 ساعت 10:43

د کابل ښاروالۍ مسوولین د شنو نیالګیو اېښودلو د کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې وايي چې په راتلونکي پسرلي کې به د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې دوه میلیونه نیالګي کېنوي.


آوا: د کابل ښاروالۍ چارواکو د شنو نيالګيو ايښودلو د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې په راتلونکي پسرلي کې به د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې دوه ميليونه نيالګي کېنول شي.

په همدې حال کې د رېیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د نهال کینوې د کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال هڅې پیل کړي دي. هغه له ښاریانو وغوښتل چې د اوبو زیات مصرف ته پام وکړي.

د باختر آژانس د خبرله مخې: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري هم په هېواد کې د نيالګيو ايښودلو د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې په تيرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٨٢ ميليونه نيالګي کېنول شوي دي. 

د يادونې وړ ده، چې د مېزان مياشتې په پای کې به په ټول هېواد کې د شنې نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شي.


د مطلب کود: 286977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286977/کابل-ښاروالۍ-د-ښار-په-بېلابېلو-برخو-کې-دوه-میلیونه-نیالګي-کېنول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com