افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ چارواکو د شنو نيالګيو ايښودلو د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې په راتلونکي پسرلي کې به د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې دوه ميليونه نيالګي کېنول شي.
په همدې حال کې د رېیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د نهال کینوې د کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال هڅې پیل کړي دي. هغه له ښاریانو وغوښتل چې د اوبو زیات مصرف ته پام وکړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري هم په هېواد کې د نيالګيو ايښودلو د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې په تيرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٨٢ ميليونه نيالګي کېنول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د مېزان مياشتې په پای کې به په ټول هېواد کې د شنې نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شي.