کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند د جوړېدو چارې پیل شوې

16 حوت 1402 ساعت 11:03

د اوبو او انرژۍ وزارت د ۹،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند د جوړولو کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په لجه کلی کې د اوبو د ذخیره کولو د بند د جوړولو چارې پیل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بند د ۹۷ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې په کال کې به ۱۱۰ زره متر مکعبه تر ځمکې لاندې اوبه زېرمه کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د انرژۍ او اوبو وزارت د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د اوبو د وړو بندونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.


د مطلب کود: 286984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286984/د-خوست-په-ګربزو-ولسوالۍ-کې-اوبو-یوه-بند-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com