افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په لجه کلی کې د اوبو د ذخیره کولو د بند د جوړولو چارې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بند د ۹۷ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې په کال کې به ۱۱۰ زره متر مکعبه تر ځمکې لاندې اوبه زېرمه کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د انرژۍ او اوبو وزارت د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د اوبو د وړو بندونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.