کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د امریکا ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تېلو یوه بار وړونکې بیړۍ نیولې ده

16 حوت 1402 ساعت 15:45

ایراني رسنیو خبر ورکړی، د دغه هېواد د قضايي چارواکو په حکم د ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د امریکا د تېلو یوه کښتۍ نیولې ده.


آوا - تهران: د ایرانی رسنیو په حواله، د دغه هیواد محکمې د امریکا د تیلو د بیړۍ د ضبطولو امر کړی دی.
 
ویل شوي چې د تهران د نړیوالو اړیکو د محکمې (۵۵) څانګې چارواکو په فارس خلیج کې د امریکا د تیلو د بار وړونکې بېړۍ د ADVANTAGE SWEET د نیولو امر کړی او د دغې کښتۍ کارګو یې نیولې ده.
 
د ایران قضايي چارواکو دا هم ویلي، چې له دې وروسته به د تېلو د بار وړلو لپاره اړین حکمونه صادر کړي.
 
د ایراني چارواکو په وینا، د دې تېلو کارګو ارزښت له ۵۰ میلیونو ډالرو ډېر اټکل شوی دی.


د مطلب کود: 287016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287016/ایران-د-امریکا-۵۰-میلیونو-ډالرو-په-ارزښت-تېلو-یوه-بار-وړونکې-بیړۍ-نیولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com