دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 287016
ایران د امریکا ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تېلو یوه بار وړونکې بیړۍ نیولې ده
ایراني رسنیو خبر ورکړی، د دغه هېواد د قضايي چارواکو په حکم د ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د امریکا د تېلو یوه کښتۍ نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایرانی رسنیو په حواله، د دغه هیواد محکمې د امریکا د تیلو د بیړۍ د ضبطولو امر کړی دی.
 
ویل شوي چې د تهران د نړیوالو اړیکو د محکمې (۵۵) څانګې چارواکو په فارس خلیج کې د امریکا د تیلو د بار وړونکې بېړۍ د ADVANTAGE SWEET د نیولو امر کړی او د دغې کښتۍ کارګو یې نیولې ده.
 
د ایران قضايي چارواکو دا هم ویلي، چې له دې وروسته به د تېلو د بار وړلو لپاره اړین حکمونه صادر کړي.
 
د ایراني چارواکو په وینا، د دې تېلو کارګو ارزښت له ۵۰ میلیونو ډالرو ډېر اټکل شوی دی.
https://avapress.com/vdcjvae8muqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته