کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت:

سږ کال مو د ملي بودیجې تر څنګ هرې ولسوالۍ ته ۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې پرمختیايي بودیجه ورکړي

16 حوت 1402 ساعت 15:53

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې په روان مالي کال کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې هرې ولسوالۍ ته ۵ میلیونه افغانۍ «پرمختيايي بودجه» د احیا او بیارغونې په هدف ځانګړې شوې ده.


آوا - کابل: د سرپرست حکومت د مالیې وزارت نن چهارشنبه د حوت ۱۶ مه په ایکس چینل کې یوه بیانیه خپره کړه او لیکلي یې دي چې دغه بودیجه د ولایتونو د ونډې سربیره ورکول کیږي.
 
د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي: دغه تخصیص شوې بودیجه د ولایتي ادارې په همغږۍ په ولسوالیو کې په خپلواکه توګه ولګول شوه، چې لویه برخه یې بیارغونه، د تاسیساتو ساتنه، نظارت او د لومړیتوبونو پروژې وې.
 
د مالیې وزارت وايي، له دې بودجې سره په ولسوالیو کې یو شمېر پروژې بشپړې شوي او یو شمېر نورې پروژې به د مالي کال تر پایه بشپړې شي.


د مطلب کود: 287019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287019/سږ-کال-مو-د-ملي-بودیجې-تر-څنګ-هرې-ولسوالۍ-ته-۵-میلیونه-افغانۍ-ځانګړې-پرمختیايي-بودیجه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com