افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرپرست حکومت د مالیې وزارت نن چهارشنبه د حوت ۱۶ مه په ایکس چینل کې یوه بیانیه خپره کړه او لیکلي یې دي چې دغه بودیجه د ولایتونو د ونډې سربیره ورکول کیږي.
د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي: دغه تخصیص شوې بودیجه د ولایتي ادارې په همغږۍ په ولسوالیو کې په خپلواکه توګه ولګول شوه، چې لویه برخه یې بیارغونه، د تاسیساتو ساتنه، نظارت او د لومړیتوبونو پروژې وې.
د مالیې وزارت وايي، له دې بودجې سره په ولسوالیو کې یو شمېر پروژې بشپړې شوي او یو شمېر نورې پروژې به د مالي کال تر پایه بشپړې شي.