کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې سږ کال تر دوو زرو ډېرې ترافیکي پېښې ثبت شوې دي

16 حوت 1402 ساعت 16:54

د هرات د ترافيکو عمومي مديريت وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې له دوو زرو زياتې ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.


آوا - هرات: د هرات د ترافیکو مدیر غازی ذبیح الله اکبری وایی، په روان کال کې په دغه ولایت کې ۲۱۰۰ ترافیکی پېښې ثبت شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، په ترافيکي پېښو کې ١٣٦ تنه مړه او تر ٧٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
 
د هرات د ترافيکو مدير هم وويل چې په هرات کې ترافيکي پېښې د تېر کال په پرتله شل سلنه زياتې شوې دي.
 
هغه دا هم وويل، چې سږ کال يې تر ٧٠٠ ميليونه زياتې افغانۍ راټولې کړې دي.
 
د هرات د ترافيکو مدير وايي، دې رياست په دې ولايت کې د موټر چلولو شل زره جوازونه او يوولس زره د موټر چلولو جوازونه وېشلي دي.


د مطلب کود: 287025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287025/په-هرات-کې-سږ-کال-تر-دوو-زرو-ډېرې-ترافیکي-پېښې-ثبت-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com