افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د ترافیکو مدیر غازی ذبیح الله اکبری وایی، په روان کال کې په دغه ولایت کې ۲۱۰۰ ترافیکی پېښې ثبت شوی دی.
د هغه په وينا، په ترافيکي پېښو کې ١٣٦ تنه مړه او تر ٧٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د هرات د ترافيکو مدير هم وويل چې په هرات کې ترافيکي پېښې د تېر کال په پرتله شل سلنه زياتې شوې دي.
هغه دا هم وويل، چې سږ کال يې تر ٧٠٠ ميليونه زياتې افغانۍ راټولې کړې دي.
د هرات د ترافيکو مدير وايي، دې رياست په دې ولايت کې د موټر چلولو شل زره جوازونه او يوولس زره د موټر چلولو جوازونه وېشلي دي.