کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې کار ۶۰ سلنه پرمختګ کړی

16 حوت 1402 ساعت 16:58

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په نغلوي سیمه کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په نغلوي سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پاتې کار له بشپړېدو وروسته به د دغې پروژې تولیدي برېښنا د برېښنا له ملي شبکې سره وصل شي.
 
د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د یوه خصوصي شرکت په پانګونه پرمخ وړل کېږي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
باید وویل شي، چې افغانستان د خپلې مصرفي برېښنا ۷۰ سلنه له بهر څخه واردوي.


د مطلب کود: 287026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287026/په-ننګرهار-کې-د-۱۰-میګاواټه-لمریزې-برېښنا-تولید-پروژې-کار-۶۰-سلنه-پرمختګ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com