افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په نغلوي سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پاتې کار له بشپړېدو وروسته به د دغې پروژې تولیدي برېښنا د برېښنا له ملي شبکې سره وصل شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د یوه خصوصي شرکت په پانګونه پرمخ وړل کېږي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
باید وویل شي، چې افغانستان د خپلې مصرفي برېښنا ۷۰ سلنه له بهر څخه واردوي.