رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
په غزني ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله نږدې څلويښت تنه مړه او ټپيان شول
17 حوت 1402 ساعت 11:14
رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
آوا - کابل: ویل کیږي چې دغه پیښه د حوت په ۱۵ مه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې: سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي چې دغه پيښه د يوه مازدا موټر او يو مسافر وړونکي بس ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې ددغې ترافيکي پيښې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
په هېواد کې د ترافيکي پېښو يو لامل تل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.
د مطلب کود: 287038