دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 287038
په غزني ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله نږدې څلويښت تنه مړه او ټپيان شول
رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل کیږي چې دغه پیښه د حوت په ۱۵ مه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د باختر آژانس د خبرله مخې: سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي چې دغه پيښه د يوه مازدا موټر او يو مسافر وړونکي بس ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې ددغې ترافيکي پيښې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

په هېواد کې د ترافيکي پېښو يو لامل تل د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.
https://avapress.com/vdcds50xjyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته