کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الجزیره: امریکا د غزې په تړانګه کې د شپږ اونیو اوربند لپاره د پریکړه لیک مسوده وړاندې کوي

17 حوت 1402 ساعت 11:34

د الجزیرې خبري چینل راپور ورکړی چې امریکا د امنیت شورا د غړو ترمنځ په غزه کې د شپږ اونیو اوربند په هدف د یوه پریکړه لیک وړاندي کړي ده.


آوا: دیپلوماتیکو سرچینو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې امریکا د امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده استولې ده چې په غزه کې د ۶ اوونیز اوربند ملاتړ کوي.

دغو سرچینو زیاته کړې چې د امریکا په مسوده کې د ټولو خواوو له موافقې وروسته د غزې په تړانګه کې د ټولو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.

د دې خبر خپرېدل، چې تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي، په داسې حال کې راځي چې امریکا د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۰ مه د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د الجزایر له خوا وړاندیز شوې مسوده ویټو کړه.

دغه پريکړه ليک د امنيت د شورا د ١٥ غړو له جملې څخه ١٣ مثبتې رايې وګټلې، خو امريکا يې مخالفت وکړ، چې له امله يې تصويب نه شو او نه هم دغه پريکړه ليک ويټو شو. انګلستان، چې د امنیت شورا بل غړی دی، هم له دې رایې څخه ډډه وکړه.

دا دریم ځل دی چې په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو وړاندیز شوی پریکړه لیک د امریکا له خوا ویټو شو.


د مطلب کود: 287044

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287044/الجزیره-امریکا-د-غزې-په-تړانګه-کې-شپږ-اونیو-اوربند-لپاره-پریکړه-لیک-مسوده-وړاندې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com