افغان غږ خبری آژانس: دیپلوماتیکو سرچینو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې امریکا د امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده استولې ده چې په غزه کې د ۶ اوونیز اوربند ملاتړ کوي.
دغو سرچینو زیاته کړې چې د امریکا په مسوده کې د ټولو خواوو له موافقې وروسته د غزې په تړانګه کې د ټولو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.
د دې خبر خپرېدل، چې تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي، په داسې حال کې راځي چې امریکا د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۰ مه د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د الجزایر له خوا وړاندیز شوې مسوده ویټو کړه.
دغه پريکړه ليک د امنيت د شورا د ١٥ غړو له جملې څخه ١٣ مثبتې رايې وګټلې، خو امريکا يې مخالفت وکړ، چې له امله يې تصويب نه شو او نه هم دغه پريکړه ليک ويټو شو. انګلستان، چې د امنیت شورا بل غړی دی، هم له دې رایې څخه ډډه وکړه.
دا دریم ځل دی چې په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو وړاندیز شوی پریکړه لیک د امریکا له خوا ویټو شو.