دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 282815
الجزیره: اسرائیلو د رسنیو د سانسور لپاره خبرداری ورکړی
"الجزیرې" شبکې څرګنده کړې، چې اسرائیلو په یوه نوي خبرتیا کې د رسنیو د محتوا د څارنې لړۍ ګړندۍ کړې او هېڅ اسرائیلي رسنۍ ته به اجازه ورنه کړي، چې د جګړې حساس خبرونه خپاره کړي.
افغان غږ خبری آژانس: «الجزیره» چینل په ډاګه کړې، چې د اسرائیلو د پوځی څارنې ادارې په یوه لارښونه کې اسرائیلی رسنیو ته خبر ورکړی، چې په جنګی شرایطو کې له اجازې پرته د ۸ موضوعاتو د پوښښ اجازه نه لری.

د اسرائیلو د پوځی څارنې اداره د امان په نوم د صهیونیسټ رژیم د پوځی استخباراتو په سازمان پورې تړلې پوځی څانګه ده چې مشری یې د پوځی څارګرۍ په نامه یو افسر په غاړه لری . دغه سازمان د هغو خبرونو د خپریدو د مخنیوي دنده په غاړه لري چې د صهیونیسټي رژیم امنیت ته زیان رسوي.

د الجزیرې د راپور له مخې نن (یکشنبه) په دې لارښونه کې دې سازمان ټولو اسراییلي رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د بندیانو د خلاصون لپاره د خبرو اترو په اړه د بندیانو، د هغوی د فزیکي وضعیت او یا د تل ابیب د دریځ په اړه کوم معلومات خپاره نه کړي.

د پوځي څارنې ادارې همداشان له رسنیو نه وغوښتل چې د فلسطین په نیواکي سیمو کښې په حساسو ځایونو باندې د پوځي عملیاتو، استخباراتي او توغندوي حملو جزئیات خپاره نه کړي.

اسرائیلي رسنیو ته هم اجازه نه ورکول کیږي چې د جګړې ډګرونو ته د جګپوړو پوځي چارواکو د سفرونو په اړه معلومات خپاره کړي او د هغو وسلو د تنظیم او تجهیزاتو په اړه چې د اسرائیلي پوځ له خوا کارول کیږي د خبرونو د خپرولو اجازه نه لري.

په دې لارښود کې اسرائیلي شبکو ته هم اجازه نه ورکول کیږي چې د کابینې د غونډو په اړه خبرونه خپاره کړي تر څو چې د دغه راپور خپرول د پوځي څارنې ادارې له خوا مخکې له مخکې تصویب شوي نه وي.

د اسرائیلو رسنیو د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د مرګ ژوبلې احصائیې د پوځ د څارنې د ادارې له تصویبه وروسته او د «خپرولو اجازه» تر عنوان لاندې خپره کړه.

دفلسطین مقاومت ډلو په یوشمیر بیانونو کښې ټینګار کړی دی چې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کښې په ځمکنۍ جګړه کښې د خپلو تلفاتو اصلی شمیره نه اعلانوی.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې کتائب القسام په یوشمیر بیانونو کښې اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کښې یې په لسګونو اسرائیلي پوځیان وژلي او په لسګونو زغره وال ټانکونه او د یاسین ۱۰۵ اسرائیلي ټانکونه یې ویجاړ کړي دي.
https://avapress.com/vdcb85b5srhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته