د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې د دې هیواد اتباع د دیرالزور په بادیه کباحب کې د سمارق د راټولولو په حال کې وو چې د وسله والو له خوا پرې برید وشو. ویل کیږي چې د دغه برید په پایله کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سوریې په ختیځ کې پر ولسي وګړو د وسله والو په برید کې ۳۶ کسان وژل شوي دي
17 حوت 1402 ساعت 11:38
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې د دې هیواد اتباع د دیرالزور په بادیه کباحب کې د سمارق د راټولولو په حال کې وو چې د وسله والو له خوا پرې برید وشو. ویل کیږي چې د دغه برید په پایله کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
آوا: د سانا خبری آژانس راپورورکړی، چې د دیرالزور ښار په بادیه کباحب کې سمارق د راټولول چې د وسله والو له خوا په نښه شول.
د المیادین په وینا په دغه وسله وال برید کې ۳۶ سوریایي اتباع وژل شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې په دغه وسله وال برید کښې له ۳۵ زیات کسان ژوبل شول او د ۱۱ نورو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سوریې او روسیې د ځواکونو په ګډو عملیاتو کښې د سوریې په ادلب کښې د انصار التوحید د ډلې څه باندې شل تنه ترهګر ووژل شول.
د مطلب کود: 287045