د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې د دې هیواد اتباع د دیرالزور په بادیه کباحب کې د سمارق د راټولولو په حال کې وو چې د وسله والو له خوا پرې برید وشو. ویل کیږي چې د دغه برید په پایله کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د سانا خبری آژانس راپورورکړی، چې د دیرالزور ښار په بادیه کباحب کې سمارق د راټولول چې د وسله والو له خوا په نښه شول. د المیادین په وینا په دغه وسله وال برید کې ۳۶ سوریایي اتباع وژل شوي دي. د ایرنا د خبر له مخې په دغه وسله وال برید کښې له ۳۵ زیات کسان ژوبل شول او د ۱۱ نورو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی. دا په داسې حال کې ده چې پرون د سوریې او روسیې د ځواکونو په ګډو عملیاتو کښې د سوریې په ادلب کښې د انصار التوحید د ډلې څه باندې شل تنه ترهګر ووژل شول.