کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې یو ابتدایی ښوونځی پرانیستل شو

17 حوت 1402 ساعت 14:37

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته یو ښوونځی پرانیستل شو.


آوا - کندهار: د اسلامي امارت د اقتصادي چارو رئیس وايي، په دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مالي مرسته یو ښوونځی پرانیستل شو.

عبدالسلام بريال د حوت په ١٦مه، وويل چې دغه ښوونځى د "افغان ښځو لپاره د انسټيټيوټ" په تخنيکي مرسته جوړ شوى دى.

نوموړي وويل، چې دغه ښوونځى د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د "ميانکو" په سيمه کې د هلکانو او نجونو د لومړنيو زده کړو په موخه جوړ شوى دى.

د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت ۳۱۷ زره ډالره اټکل شوی دی.


د مطلب کود: 287063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287063/په-کندهار-کې-یو-ابتدایی-ښوونځی-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com