افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د اسلامي امارت د اقتصادي چارو رئیس وايي، په دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مالي مرسته یو ښوونځی پرانیستل شو.
عبدالسلام بريال د حوت په ١٦مه، وويل چې دغه ښوونځى د "افغان ښځو لپاره د انسټيټيوټ" په تخنيکي مرسته جوړ شوى دى.
نوموړي وويل، چې دغه ښوونځى د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د "ميانکو" په سيمه کې د هلکانو او نجونو د لومړنيو زده کړو په موخه جوړ شوى دى.
د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت ۳۱۷ زره ډالره اټکل شوی دی.