کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع سرپرست وزیر د قطر له امیر سره په کتنه کې د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کې د دغه هېواد د رول ستاینه وکړه

17 حوت 1402 ساعت 14:41

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په کتنه کې د افغانستان د آزادۍ په ترلاسه کولو او د اشغال په پای ته رسولو کې د دغه هېواد د همکارۍ او منځګړتوب قدرداني وکړه.


آوا - کابل: ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دغه هېواد لوی درستیز د قطر له امیر شیخ تمیم بن احمد آل ثاني سره د اړیکو د پراختیا او د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. 

مجاهد لیکلي چې په دې کتنه کې د قطر امیر افغانستان یو دوست او ورور هېواد وباله او خپل ښه نیت یې څرګند کړ.

ویل شوي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد هم د قطر له همکاریو مننه وکړه او د اړیکو د پراختیا ډاډ یې ورکړ.

د مجاهد په وینا، ملا یعقوب هم یو ځل بیا د «افغانستان د آزادۍ او د اشغال په پای ته رسولو کې د قطر هېواد له همکارۍ او هوښیارانه منځګړیتوب» مننه وکړه.


د مطلب کود: 287064

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287064/د-دفاع-سرپرست-وزیر-قطر-له-امیر-سره-په-کتنه-کې-افغانستان-اشغال-پای-ته-رسولو-دغه-هېواد-رول-ستاینه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com