دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 287064
د دفاع سرپرست وزیر د قطر له امیر سره په کتنه کې د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کې د دغه هېواد د رول ستاینه وکړه
د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په کتنه کې د افغانستان د آزادۍ په ترلاسه کولو او د اشغال په پای ته رسولو کې د دغه هېواد د همکارۍ او منځګړتوب قدرداني وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دغه هېواد لوی درستیز د قطر له امیر شیخ تمیم بن احمد آل ثاني سره د اړیکو د پراختیا او د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. 

مجاهد لیکلي چې په دې کتنه کې د قطر امیر افغانستان یو دوست او ورور هېواد وباله او خپل ښه نیت یې څرګند کړ.

ویل شوي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد هم د قطر له همکاریو مننه وکړه او د اړیکو د پراختیا ډاډ یې ورکړ.

د مجاهد په وینا، ملا یعقوب هم یو ځل بیا د «افغانستان د آزادۍ او د اشغال په پای ته رسولو کې د قطر هېواد له همکارۍ او هوښیارانه منځګړیتوب» مننه وکړه.
https://avapress.com/vdccemqi02bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته