کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شاه او عروس بند کې د برېښنا د تولید د وسایلو د نصبولو کار پیل شو

17 حوت 1402 ساعت 16:13

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د شاه او عروس بند په پروژه کې د برېښنا د تولید د وسایلو د نصبولو کار د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده له خوا پیل شوی دی.


آوا - کابل: ښاغلي اخندزاده د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د شاه او عروس پر بندونو سربېره د نورو بندونو د جوړولو چارې هم پیل شي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱،۲ میګاواټه برېښنا د تولید او د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغه بند د تطبيق او جوړولو چارې يوه ايرانۍ کمپنۍ پر غاړه لري.


د مطلب کود: 287071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287071/په-شاه-او-عروس-بند-کې-د-برېښنا-تولید-وسایلو-نصبولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com