افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلي اخندزاده د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د شاه او عروس پر بندونو سربېره د نورو بندونو د جوړولو چارې هم پیل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱،۲ میګاواټه برېښنا د تولید او د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.
د يادونې وړ ده، چې د دغه بند د تطبيق او جوړولو چارې يوه ايرانۍ کمپنۍ پر غاړه لري.