کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۰ زره او ۸۰۰ تنو ته ورسېد

18 حوت 1402 ساعت 10:38

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۰ زره او ۸۰۰ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۷۲ زره او ۲۹۸ ته رسېدلی دی.


آوا: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې نهه حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۸۳ تنه شهیدان او ۱۴۲ نور ژوبل شول.
 
د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اعلان وکړ چې د غزې په شافع روغتون کې یو پنځلس کلن ماشوم د خوارځواکۍ او ډیهایډریشن (د بدن د اوبو کمښت) له امله مړ شوی دی.
 
په همدې حال کې ویل شوي چې د غزې په شمال کې د کمال عدوان په روغتون کې یو ۷۲ کلن سړی د خوارځواکۍ له امله مړ شوی دی.


د مطلب کود: 287087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287087/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۰-زره-او-۸۰۰-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com