افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې نهه حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۸۳ تنه شهیدان او ۱۴۲ نور ژوبل شول.
د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اعلان وکړ چې د غزې په شافع روغتون کې یو پنځلس کلن ماشوم د خوارځواکۍ او ډیهایډریشن (د بدن د اوبو کمښت) له امله مړ شوی دی.
په همدې حال کې ویل شوي چې د غزې په شمال کې د کمال عدوان په روغتون کې یو ۷۲ کلن سړی د خوارځواکۍ له امله مړ شوی دی.