کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي: د اسرائیل میښت ځایونو جوړول غیر قانوني دي

18 حوت 1402 ساعت 15:34

د منځني ختیځ د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي وايي، په نیول شویو سیمو کې د یهودانو ټول مېشت ځایونه غیر قانوني دي. هغه په ​​لویدیځه غاړه کښې د یهودانو په میشت ځایونو کښې د ۳۴۰۰ واحدونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټ رژیم پریکړه وغندله.


آوا: د منځني ختیځ د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي تور وینسلنډ په لویدیځه غاړه کې د یهودانو په میشت ځایونو کې د ۳۴۰۰ واحدونو د جوړولو په اړه د صهیونیسټ رژیم پریکړه غندلې او ټینګار یې کړی چې ټول د یهودي میشت ځایونه غیر قانوني دی.
 
د ایسنا د راپور له مخې هغه له صهیونیسټي رژیم وغوښتل چې د خپلو ټولو میشت ځایونو جوړولو له فعالیتونو او پارونکو اقداماتو لاس واخلي.
 
وینسلینډ یادونه وکړه چې د میشت ځایونو پراخول د جګړې د دوام لامل کیږي او په لویدیځه غاړه کې د اشغال بنسټیز کیدو ته وده ورکوي.


د مطلب کود: 287094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287094/د-ملګرو-ملتونو-همغږي-کوونکي-اسرائیل-میښت-ځایونو-جوړول-غیر-قانوني-دي

آوا
  https://www.avapress.com