افغان غږ خبری آژانس: د منځني ختیځ د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي تور وینسلنډ په لویدیځه غاړه کې د یهودانو په میشت ځایونو کې د ۳۴۰۰ واحدونو د جوړولو په اړه د صهیونیسټ رژیم پریکړه غندلې او ټینګار یې کړی چې ټول د یهودي میشت ځایونه غیر قانوني دی.
د ایسنا د راپور له مخې هغه له صهیونیسټي رژیم وغوښتل چې د خپلو ټولو میشت ځایونو جوړولو له فعالیتونو او پارونکو اقداماتو لاس واخلي.
وینسلینډ یادونه وکړه چې د میشت ځایونو پراخول د جګړې د دوام لامل کیږي او په لویدیځه غاړه کې د اشغال بنسټیز کیدو ته وده ورکوي.