کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراخولو د ډیلي ټینګار/ چابهار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لپاره یو پل دی

19 حوت 1402 ساعت 10:41

په افغانستان کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډه کې هندي لوري له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا اعلان کړه.

له دې لیدنې وروسته متقي دا هم وویل چې اسلامي امارت غواړي له هند سره د متوازن بهرني سیاست پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او له نوي ډیلي غواړي چې افغانانو ته د سوداګرۍ، طبي او تعلیمي ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.


د مطلب کود: 287110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287110/د-هند-او-افغانستان-ترمنځ-اړیکو-پر-پراخولو-ډیلي-ټینګار-چابهار-دواړو-هېوادونو-سوداګریزو-لپاره-یو-پل-دی

آوا
  https://www.avapress.com