افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډه کې هندي لوري له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا اعلان کړه.
له دې لیدنې وروسته متقي دا هم وویل چې اسلامي امارت غواړي له هند سره د متوازن بهرني سیاست پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او له نوي ډیلي غواړي چې افغانانو ته د سوداګرۍ، طبي او تعلیمي ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.