کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۲ پروژې منظورې کړې

21 حوت 1402 ساعت 10:18

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د څه باندې ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ نویو او ناتمامه پراختیايي پروژو د منظورۍ خبر ورکړ.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ لګښتونه سپما شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه ټوله پروژه د داوطلبۍ له لارې اعلان شوې ده.

په خبرپاڼه کې د يادو پروژو پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ ويل شوي، چې د يادو پروژو په پيلېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

په دغو پروژو کې متوازن انکشاف او د کورنیو تولیداتو او ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه په پام کې نیول شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې برېښنا، روغتیا، کرنې، د زیربناوو جوړول او نور سکتورونه شامل دي.


د مطلب کود: 287211

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287211/ملي-تدارکاتو-کمېسیون-د-څه-باندې-۴۰-میلیارد-افغانیو-په-ارزښت-۱۴۲-پروژې-منظورې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com