افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ لګښتونه سپما شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه ټوله پروژه د داوطلبۍ له لارې اعلان شوې ده.
په خبرپاڼه کې د يادو پروژو پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ ويل شوي، چې د يادو پروژو په پيلېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
په دغو پروژو کې متوازن انکشاف او د کورنیو تولیداتو او ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه په پام کې نیول شوې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې برېښنا، روغتیا، کرنې، د زیربناوو جوړول او نور سکتورونه شامل دي.