کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره یو ځل بیا د بې ویزې ناروغانو پر مخ تړل شوې ده

21 حوت 1402 ساعت 10:50

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه یو ځل بیا د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې، چې ویزې نه لري.


آوا: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو رئیس قریشي بدلون وايي، دغه لار د یکشنبې په ورځ (خوت ۲۰) د پاکستاني پوځیانو له خوا تړل شوې وه.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه د پاکستان له لوري د دې لارې د تړلو لامل نه دى په ډاګه شوى.

په همدې حال کې هغه ناروغان چې غواړي له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی له اسلامي امارت او پاکستان غواړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

کابو دوه میاشتې وړاندې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ وتړله چې له ویزې پرته دغه هېواد ته داخلېدل.


د مطلب کود: 287220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287220/د-تورخم-لاره-یو-ځل-بیا-بې-ویزې-ناروغانو-پر-مخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com