افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو رئیس قریشي بدلون وايي، دغه لار د یکشنبې په ورځ (خوت ۲۰) د پاکستاني پوځیانو له خوا تړل شوې وه.
د هغه په وينا، تر اوسه د پاکستان له لوري د دې لارې د تړلو لامل نه دى په ډاګه شوى.
په همدې حال کې هغه ناروغان چې غواړي له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی له اسلامي امارت او پاکستان غواړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
کابو دوه میاشتې وړاندې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ وتړله چې له ویزې پرته دغه هېواد ته داخلېدل.